پر وارداتو د مالیاتو لوړوالي اغېز:


افغانستان چې داخلي بازارونه یې له ۹۰٪ زیات پر بهرنیو اموالو تکیه لري او د خلکو اقتصادي حالت یې کمزوری دی؛نو په مجموعي ډول د مالیاتو لوړیدلو اقدام مناسب ندی ؛ځکه چې د مالیاتو لوړیدو له امله به په داخلي بازارونو کې د اموالو قیمتونه لوړ او دا کار به د خلکو د ژوند کچه په منفي ډول زیانمنه کړي. پکار ده چې په اساسي اموالو مالیه معاف او په لوکس او عصري اموالو مالیات لوړ کړي، چې دا کار به هم د دولتي اقتصاد او هم د خلکو د ژوند کچې د ښه والي سره مرسته کړي.

Comments

Popular posts from this blog

د افغانۍ ترویج لپاره ښه موقع:

ولی له آزموینې/ امتحان څخه ویریږو؟