لس لارې چې په خپل ځان باور زیاتولو کې مو مرسته کوي:
_ژباړه: الیاس وصال ۱: تر ټولو مهمه لاره چې ستاسو باور په خپل ځان زیاتوي هغه ستاسو وړتیاوې او مثبت تکي دي ، ځینې کسان ښه مهارت او وړتیاوې لري مګر د څرګندولو کوښښ یې نکوي ، دا خپله ناوړه تاثیر لري او ستاسو باور نسبت خپل ځان ته زیانمنوي او د پرمختګ مخه مو ډب کوي. ۲ : خپلې نیمګرتیاوې څخه مو یو لېست جوړ کړئ هر څوک په ژوند کې خامخا ځینې نیمګرتیاوې لري ، بریالي خلک هغه دي چې په خپلو نیمګرتیاوو کار وکړي ، ورته د حل لارې چارې ولټوي دا به مرسته وکړي چې په خپل ځان مو باور زیاد شي. ۳ : مایوسي څخه ځان وساتئ ډیری کسان په خپل ژوند کې ځینې وخت د ناهیلۍ احساس لري دا احساس باید هر څومره ژر چې کیږي ورک شي ځکه چې راتلونکی کې ناوړه اغېزې درلودلی شي په ژوند کې او باور مو نسبت خپل ځان ته زیانمنوي. ۴ : د خلکو خبرو پسې مه ګرځئ یو شمېر کسان فطرتاً عادت لري چې په نورو پسې خبرې وکړي دا ترټولو ناوړه چلند دی ،هېڅکله د خلکو منفي خبرو پسې مه ګرځئ. ۵ :د فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ ژوند کې ډیر داسې فرصتونه پیدا کیږي چې ستاسو د پرمختګ لپاره وي او که غواړئ چې پر ځان مو باور زیاد شي ددو ف...