Posts

لس لارې چې په خپل ځان باور زیاتولو کې مو مرسته کوي:

Image
_ژباړه: الیاس وصال ۱: تر ټولو مهمه لاره چې ستاسو باور په خپل ځان زیاتوي هغه ستاسو وړتیاوې او مثبت تکي دي ، ځینې کسان ښه مهارت او وړتیاوې لري مګر د څرګندولو کوښښ یې نکوي ، دا خپله ناوړه تاثیر لري او ستاسو باور نسبت خپل ځان ته زیانمنوي او د پرمختګ مخه مو ډب کوي. ۲ : خپلې نیمګرتیاوې څخه مو یو لېست جوړ کړئ هر څوک په ژوند کې خامخا ځینې نیمګرتیاوې لري ، بریالي خلک هغه دي چې په خپلو نیمګرتیاوو کار وکړي ، ورته د حل لارې چارې ولټوي دا به مرسته وکړي چې په خپل ځان مو باور زیاد شي. ۳ : مایوسي څخه ځان وساتئ  ډیری کسان په خپل ژوند کې ځینې وخت د ناهیلۍ احساس لري دا احساس باید هر څومره ژر چې کیږي ورک شي ځکه چې راتلونکی کې ناوړه اغېزې درلودلی شي په ژوند کې او باور مو نسبت خپل ځان ته زیانمنوي. ۴ : د خلکو خبرو پسې مه ګرځئ یو شمېر کسان فطرتاً عادت لري چې په نورو پسې خبرې وکړي دا  ترټولو ناوړه چلند دی ،هېڅکله د خلکو منفي خبرو پسې مه ګرځئ. ۵ :د فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ ژوند کې ډیر داسې فرصتونه پیدا کیږي چې ستاسو د پرمختګ لپاره وي او که غواړئ چې پر ځان مو باور زیاد شي ددو ف...

د افغانۍ ترویج لپاره ښه موقع:

Image
                                                           : لیکنه الیاس وصال اوس وخت افغانۍ د ډالر په مقابل کې نسبت کلدارو ته ډېر ثبات لري، هغه سېمې چې هلته پر افغانیو معاملات کیږي په. ګټه کې دي نسبت هغو سېمو ته چې په کلدارو.   معاملات کیږي ځکه چې د کلدارې ارزښت د ډالر په مقابل. کې په. کمېدو دی نو حتماً به په کلدارو اخیستونکي/          خرڅېدونکي اجناسو قیمتونه لوړیږي. په طبیعي ټوګه لوړ قیمتونه د چا نه خوښیږي، نو بې ارزښته او بې ثباته کرنسي هم د چا نه خوښیږي

ولی له آزموینې/ امتحان څخه ویریږو؟

Image
ممکن په ټولو هیوادونو کې د امتحان څخه ویره شتون ولري او دا ویره په اصل کې د امتحان څخه نه ده، بلکې د هغه د ناخوښې پایلې څخه ده چې موږ یې له وړاندې نه په خپل ذهن کې انځوروو.  کله چې دا عمل ډیر تکرار شي، د فروئیډ نظريې له مخې دا وېره او ډار د انسان په لا شعوري برخه کې کومه چې د بنده په واک کې نه ده ځای نیسي او دا انسان بیا د امتحان سره د مخامخ کیدو پر مهال خپله ویره نشي کنټرولولی. #الیاس وصال

پر وارداتو د مالیاتو لوړوالي اغېز:

Image
افغانستان چې داخلي بازارونه یې له ۹۰٪ زیات پر بهرنیو اموالو تکیه لري او د خلکو اقتصادي حالت یې کمزوری دی؛نو په مجموعي ډول د مالیاتو لوړیدلو اقدام مناسب ندی ؛ځکه چې د مالیاتو لوړیدو له امله به په داخلي بازارونو کې د اموالو قیمتونه لوړ او دا کار به د خلکو د ژوند کچه په منفي ډول زیانمنه کړي. پکار ده چې په اساسي اموالو مالیه معاف او په لوکس او عصري اموالو مالیات لوړ کړي، چې دا کار به هم د دولتي اقتصاد او هم د خلکو د ژوند کچې د ښه والي سره مرسته کړي.